Jump to content

سيد محمود حسيني شاهرودي

د wikishia لخوا
سيد محمود هاشمي شاهرودي سره تیروتنه مه کوئ
سيد محمود حسيني شاهرودي
بښپړ نومسيد محمود حسيني شاهرودي
د زیږیدنې نیټه۱۳۰۱ق
د وفات نیټه۱۸ شعبان ۱۳۹۴ق/ ۱۵ وږی ۱۳۵۳ل
د ښخولو ځاید امام علي(ع) حرم
مشهور خپلوانسید محمد (د تقلید مرجع)، سید علی او سید حسین
ښوونکيمحمد کاظم خراساني، میرزای نائیني او آقا ضیاءالدین عراقي
زده کوونکيسید محمد شاهرودي • سید جواد آل علی شاهروديسید کاظم حائريمیرزا جواد تبریزيمسلم ملکوتي
د تحصیل ځایمشهد او نجف
سیاسید فيضې د پېښې په غبرګون کې د پهلوي حکومت پر ضد نیوکه
ټولنیزد حج د بعثې جوړول


سيد محمود حسيني شاهرودي (۱۲۶۲-۱۳۵۳ هـ ق) په نجف کې د شيعه تقليد مرجع او د سيد محمد حسيني شاهرودي پلار و. هغه د میرزا نائیني او آقا ضیاء عراقي له شاګردانو څخه وو او له سید ابوالحسن اصفهاني وروسته مرجعیت ته ورسید. ميرزای نايني هغه ته ذوالشهادتين وويل او خپلو شاګردانو ته به يې د اجتهاد د اجازه ورکولو لپاره د هغه نظر پوښتنه. همدارنګه آقا ضیاء عراقي او سید ابوالحسن اصفهاني به خپل شاګردان د اجتهاد د ازمویلو لپاره هغه ته وراستول.

په کابل او د ایران په ځینو ښارونو کې د جوماتونو، امام باړې او مدرسې جوړول، په نجف کې د بخارایی او قزویني مدرسو بیا رغول، د حج د بعثې جوړول او د فیضيې مدرسې د پېښې په غبرګون کې د پهلوي حکومت په وړاندې اعتراضونه د سید محمود حسیني شاهرودي د دورې له کړنو څخه وو. همدارنګه د هغه د واکمنۍ پر مهال له نجف څخه تر کربلا پورې پیاده تګ ډېر شو.

د فقهې او اصولو په اړه کتابونه او همدارنګه د اقا ضیاء عراقي او میرزا نائیني د لیکچرونو لیکل د سید محمود شاهرودي له کتابونو څخه دي. همدارنګه د ینابيع الفقه کتاب د لمانځه په اړه د هغه د درسونه لیکل شوي دي چې د سید محمد جعفر جزائري له خوا په څلورو جلدونو کې خپاره شوي دي.

د سيد احمد حسيني اشکوري (زوکړی ۱۳۵۰ هـ ق) کتاب «الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی» د هغه د ژوند په اړه دی چې په عربي ژبه ليکل شوی دی. د ۱۴۰۰ کال په څلورمې میاشت کې په مشهد، قم او نجف کې د حسینی شاهرودي د یاد غونډه د «عالم ذوالشهادتین» تر عنوان لاندې ترسره شوې ده.

ژوند لیک

په نجف کې د سید محمود شاهرودی جنازه

سید محمود حسیني شاهرودي د سید علي زوی، په ۱۳۰۱ هجري لمریز کال کې چې ۱۲۶۲ هجري لمریز کال سره سمون لري کې د شاهرود سره نږدې د بسطام په ښار د آغا عبدالله په کلا کې زیږیدلی دی.[۱] د سيد احمد حسيني اشکوري (زوکړی ۱۳۵۰ هـ ق) د وینا له مخې چې يو شیعه نسخه پیژاندای او فهرست لیکوونکی دی، د هغه نسب زيد بن علي ته رسيږي.[۲] پلار یې بزګر او نیکه یې سید عبدالله دی. يو عالم او فاضل و.[۳] له سيد عبدالله څخه کرامتونه نقل شوي دي.[۴]

اولادونه

سید محمود شاهرودی درې زامن درلودل:

  • سید محمد: (۱۳۴۴ هـ ش زیږیدلی) چې په ۱۳۷۵ لمریز کال کې د خپل پلار څخه د اجتهاد اجازه ترلاسه کړه. هغه همدارنګه د پلار په غیاب کې به د شپې په هندي جومات کې او د ماسپښین په جوهرچي جومات کې د جماعت امام و. د خپل پلار د الصلوة د درسونه لیکلی نوټس او د صلاة الجمعه د هغه له کتابونو څخه دي.[۵]
  • سيد علي: (په ١٣٤٧ هـ ش کال وزيږيد) د خپل پلار په خارج درسونو کې يې ګډون وکړ او د هغه د دفتر مديريت يې په غاړه درلود.[۶]
  • سيد حسين: (په ١٣٦٠ هـ ش کال وزيږيد) د خپل ورور سيد محمد په درسونو کې به يې برخه اخيسته او د هغه درسونه به يې ليکل.[۷]

سید محمود شاهرودي په ۱۳۹۴قمري کال کې د شعبان د میاشتې په ۱۸ نیټه چې د ۱۳۵۳هجري لمریز د وږي د میاشتې۱۴ نیټه سره سمون لري د ۹۴ کالو په عمر کې وفات شو[۸] او د امام علي(ع) په حرم کښې ښخ شو.[۹]

علمي فعالیت

شاهرودي په بسطام کې د زده کړې اساسات زده کړل، بیا مشهد ته لاړ ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه په مشهد کې د سطحې درسونه زده کړل او همدارنګ به يې په دغه وخت کې هلته په مدرسو کې د کفایة الاصول تدریس هم کاوه.[۱۰]

شاهرودي په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې نجف ته ولاړ او هلته یې اخوند خراساني د فقهې او اصولو په درسونو کې ګډون وکړ. او ورسره به یې په همدې وخت کې د شیخ انصاري رسائل او مکاسب تدریس کوه[۱۱] شاوخوا اتلس میاشتې یې د اخوند خراساني په درسونو کې ګډون وکړ. د اخوند خراسانی له وفاته وروسته د ۱۳۲۹ هجري قمري کال کې د ذوالحجې په ۲۰ سامرا ته لاړ؛ خو ډېر لږ وخت وروسته بیا نجف ته راستون شو او له اقا ضیاء عراقي سره يې د فقهې او اصول یوه دوره سبق وویل. هغه د میرزای نائیني په درسونو کې هم ګډون درلود او د هغه له ځانګړي شاګردانو څخه و. میرزای نائیني به هغه د خپلو نورو شاګردانو په پرتله مخکې کوه او کله چې یې خپلو شاګردانو ته علمي سندونه ورکول نو د هغه نظر به یې هم پوښته[۱۲] داسې ویل کیږي چې نائیني به د هغه ګواهي د دوو عادلو کسانو ګواهي ګڼله.[۱۳] او له همدې سببه به سید ابوالحسن اصفهاني او اقا ضیاء عراقي هغه ذوالشهادتین (د دوو شهادتونو خاوند) بله او خپل شاګردان به یې د اجتهاد د ازمویلو لپاره هغه ته ورلېږل.[۱۴]

د سید محمود شاهرودي په درس کې ګڼ شمېر علماوو ګډون کوه. سيد محمد حسيني شاهرودي، سيد جواد آل علي شاهرودي، سيد محمد جعفر مروج جزائري، محمد رحمتي سیرجاني، علي آزاد قزويني[۱۵] محمد ابراهيم جناتي، مسلم ملكوتي، جواد تبريزي[۱۶] او سيد کاظم حائري[۱۷] د هغه له شاګردانو ځینې وو.

مرجعیت

شاهرودي په ۳۵ کلنۍ کې د میرزا نائیني او سید ابوالحسن اصفهاني په دوره کې اجتهاد ته ورسید..[۱۸] او تر څو چې دا دوه ژوندي وو هغه د عملي اثارو له خپرولو ډډه وکړه او خلک يې هغوي ارجاع کول. په ۱۳۶۵ هجري قمري کال کې د سید ابوالحسن اصفهاني له مړینې وروسته یې د شیعو مرجعیت په غاړه واخیسته او په ۱۳۶۶ هجري قمري کال کې د هغه توضیح المسائل په نجف او تهران کې خپور شو.[۱۹] د هغه مرجعیت د آیت الله بروجردي او سید محسن حکیم له وفاته وروسته نور هم پراخ شو.[۲۰]

فعالیت

  • د افغانستان په پلازمینه کابل کې د یوه جومات او امام باړې جوړول
  • په فاروج کې (مدرسه محمودیه)، زاهدان او فومان ښارونو کې د دیني مدرسو تاسیس
  • په نجف کې د بخارایی مدرسې او د قزویني مدرسې بیارغونه
  • د ایران په بیلا بیلو ښارونو لکه بوجنورد، طیبات، کلیله، رامیان او جاجرم کې د جوماتونو جوړول
  • د ښوونځي تاسيس: دا ښوونځی له ابتدايي څخه تر لېسې او د متوسطې تر پاي پورې په دوو ژبو فارسۍ او عربۍ پروګرامونو درلودل. په هغه وخت کې به د نجف ښوونځي د ایران او عراق د حکومتونو له خوا حمایتیدل. له همدې امله، ډیرو زده کونکو د خپلو ماشومانو له نوم لیکنې څخه ډډه کوله.[۲۱]
  • د طالب د استوګنې ښارګوټی جوړول: دا ښارګوټی د نجف او کوفې تر منځ په فاصله کې د کمیل بن زیاد زیارت ته نږدې د ۱۲۴۰۰۰ مترو په واټن کې جوړ شوی دی. هغه اراده لرله چې په دې کې سل د استوګنې کورونه، یو کلینیک او د زده کونکو لپاره یو ښوونځی جوړ کړي. څو ودانۍ د هغه په ژوند کې او څو ودانۍ د هغه له وفاته وروسته د هغه د اولادونو له خوا جوړې شوې تر دې چې په ١٣٥٩ کال کې د عراق حکومت د هغه اولادونه له عراقه وشړل.[۲۲]
  • کربلا ته پياده تګ: د هغه د مرجعیت په دوره کې د نجف د طالب علمونو تر مینځ کربلا ته د پیاده تږ مراسم ډېر شول.[۲۳] ویل کیږي چې هغه ۲۶۰ ځله کربلا ته پیاده تللی دی.[۲۴]
په نجف کې د العدل مجلې په ۱۹۶۸ کال کې د حج د بعثې د تاسیس په اړه انعکاس[۲۵]

د حج بعثه جوړول

ایت الله شاهرودي له ۱۳۴۶ کال راهیسې د حج د مراسمو په ترڅ کې د شرعي مسلو د ځوابولو لپاره د البعثة الدینیة للحج په نوم یوه ډله حج ته واستوله. په ١٣٤٥ کال کې يې د حج په مراسمو کې د حج د مسائلو د بیانونکو غړو سره ګډون وکړ او د دې کار اړتيا يې درک کړه.[۲۶] شاهرودي ته په دې سفر په بیلا بیلو ښارونو کې د بیلا بیلو مذهبي او سیاسی شخصیتونو له خوا هر کلی وشو له هغو ځینې د مدینې امیر چې د سعودي عربستان د واکمن ورور و. سيد علي نقي سامري، له حج څخه د هغه عراق ته د راستنېدو په وخت کې په کاظمين کې د يوې لويې ډلې په حضور کې د هغه په ستاينه کې يوه قصیده وويله.[۲۷] چې دې جملې سره شورو کیږي: «تیهی دلالاً مکة العُلیاء».[۲۸]

د فیضیې مدرسې په پيښه باندې غبرګون

د سيد محمود شاهرودي د زوی سيد حسين په وينا، پلار يې په ۱۳۴۲ هجري لمريز کال کې پر فيضيې مدرسې باندې د پهلوي د حکومت د اجنټانو بريد غندلی او په دې اړه يې د ايران له خلکو او علماوو سره څو ټلګرافونه ترسره کړي دي.[۲۹] البته د ۱۳۴۲ هـ ش کال د وري د میاشتې په ۱۲ نېټه د امام خمیني هغوي ته په خطاب کې یو ټیلیګراف موجود دی چې په قم کښې د علماو وژل او په دې اړه د مسلمانانو په چوپتیا باندې یې حیرانتیا څرګنده کړې ده.[۳۰]

تألیفونه

سید محمود شاهرودی بیلا بیل کتابونه تألیف کړي دي له هغو ځینې:

د طهارت، تيمم، اودس، د لمانځه د جامو، د مسافرو لمونځ، خمس، زکات، حج، ميراث، د علم اصول تعريف، د يد قاعده، د لاضرر قاعده او د رجال په اړه يې کتابونه ليکلي دي. په ګڼو کتابونو یې تبصرې هم کړې دي. د هغه له فتوا سره سم يوه علمي رساله هم ليکل شوې ده[۳۱] د ينابيع الفقه کتاب چې په کې صلاة درس خارج او نتائج الافکار فی الاصول، د هغه د خپل درس خارج بحثونه شامل دي چې د سید محمد جعفر جزایري مروج له خوا راغونډ شوی دی.[۳۲]

د درناوي سمینار

د ذوالشهادتین عالم د درناوي سمینار بلنلیک

د سيد محمود حسيني شاهرودي د يادونې غونډه د عالم ذوالشهادتين په لقب سره په مشهد، قم او نجف کې د ۱۴۰۰م کال د چنګاښ په مياشت کې ترسره شوه.[۳۳] د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د چنګاښ په ۱۷ د هغه د درناوي سمینار په شاهرود کې ترسره شو.[۳۴] دغه کنګره په فارسي، عربي، انګریزۍ او اردو ژبو په بیلا بیلو هیوادنو کې اعلان شوه.[۳۵]

ځانګړی لیکنی

د سيد محمود حسيني شاهرودي په اړه په عربۍ او فارسۍ ژبو کتابونه ليکل شوي دي. له هغو ځینې:

  • «امام الشهرودي السيد محمود الحسيني» کتاب د سيد احمد حسيني اشکوري له خوا لیکل شوی چې د آيت الله شاهرودي په ژوند کې د هغه د ژوند په هکله لیکل شوی دی . دا کتاب ۱۲۲ مخونه لري او په عربي ژبه چاپ شوی دی.
  • «د ستر آیت الله سید محمود حسیني شاهرودي ژوند او مبارزه د اسنادو له مخې» چې د داوود قاسمپور او شاهین رضايي لخوا لیکل شوی. دا کتاب په ۳۵۲ مخونو کې په ۱۳۸۹ کال کې د تهران د اسلامي انقلاب د مرکز د مطبعې لخوا خپور شوی دی.[۳۶]

ګالری

فوټ نوټ

  1. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۱۳.
  2. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۲۰.
  3. شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۳ش، ج۵، ص۳۶۵.
  4. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۲۰.
  5. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۹۹.
  6. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۱۰۱.
  7. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۱۰۲.
  8. شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۳ش، ج۵، ص۳۶۷.
  9. نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۷.
  10. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۲۸-۲۹.
  11. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۳۰.
  12. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۲۰.
  13. «مصاحبه با سید حسین شاهرودی»، ص۸.
  14. نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۰.
  15. «مصاحبه با سید حسین شاهرودی»، ص۹.
  16. نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۶.
  17. مصاحبه با آیت‌الله سید کاظم حائری، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  18. «نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۰.
  19. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۴۳.
  20. نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۰.
  21. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۹۴-۹۷.
  22. نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۱-۷۲.
  23. حسینی شاهرودی، سید محمود، پایگاه اطلاع رسانی حوزه.
  24. نجوم امت ۲۰ «زندگانی مرحوم آیت‌الله شاهرودی» معرفی و نقد»، ص۷۵.
  25. «مروری بر شکل‌گیری بعثه مراجع عظام تقلید»، مباحثات.
  26. «مروری بر شکل‌گیری بعثه مراجع عظام تقلید»، مباحثات.
  27. وګورئ: حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۷۵-۸۳.
  28. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۸۷.
  29. عبیری، «آیت‌الله العظمی سید محمود حسینی شاهرودی»، ص۷۵۵.
  30. امام خمینی، صحیفه امام، ج۲۱، ص۴۹۹.
  31. حسینی، الامام الشاهرودی السید محمود الحسینی، مطبعة البیان، ص۴۷-۴۸.
  32. «ینابیع الفقه... إصدار جدید لآیة الله السید محمود الحسینی الشاهرودی ره»، الاجتهاد.
  33. «کنگره بین‌المللی بزرگداشت آیت‌الله العظمی سید محمود حسینی شاهرودی در قم برگزار می‌شود»، روزنامه اطلاعات، ۱۴ اسفند، ۱۳۹۹ش.
  34. «همایش ملی نکوداشت آیت الله حسینی شاهرودی برگزار شد+ تصاویر»، خبرگزاری رسا.
  35. «کنگره بین‌المللی بزرگداشت آیت‌الله العظمی سید محمود حسینی شاهرودی در قم برگزار می‌شود»، روزنامه اطلاعات، ۱۴ اسفند، ۱۳۹۹ش.
  36. «زندگی و مبارزات آیت‌الله العظمی سیدمحمود حسینی شاهرودی به روایت اسناد»، آدینه بوک.

سرچينې

بهرنې لینک